افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور د دوام په اړه پټ اسناد موندل شوي

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر بریتانوي ځواکونه او زغروال موټر

په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د احتمالي حضور د دوام او د کریمیا له اوبو د بریتانیايي کښتۍ د تېرېدو په اړه پټ اسناد د بسونو یوه تم‌ځای کې موندل شوي دي.

په دې اړه بي‌بي‌سي نن یو راپور خپور کړی.

دا پاڼې چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ ته رسېږي څو ورځې مخکې د بریتانیا په کېنټ ښار کې د بسونو له تم‌ځای سره یوه کس موندلې وې.

لومړی ډله سندونه د کریمیا ټاپو وزمې اوبو ته د بریتانیا د سمندري ځواکونو د یوې کښتۍ اېچ‌اېم‌اېس ډفېنډر د ننوتلو په تړاو اېمېلونه او د پاورپاینټ سلایډونه دي. دوهم ډله سندونه په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د احتمالي حضور د دوام په اړه دي.

دې پېښې د بریتانیا د اپوزېسیون کارګر ګوند غبرګون پارولی او دا یې د حاکم محافظه‌کاره حکومت لپاره شرموونکې قضیه بللې ده.

خو دفاع وزارت ویلي همدا چې تېره اوونۍ یوه کارکوونکي خبر ورکړ چې سندونه ترې ورک شوي په دې اړه‌یې څېړنې پیل کړې وې.

دفاع وزارت زیاته کړې چې د سمندري ځواکونو کښتۍ د نړیوالو قوانینو سره سم د اوکراین له قلمروه بې‌ضرره عبور کړی دی.