خېبر پښتونخوا کې د جاني‌خېلو پرلت‌والو او د پاکستان حکومت ترمنځ هوکړه وشوه

په خېبر پښتونخوا کې د جاني‌خېلو پرلت‌والو او د پاکستان د حکومت له‌خوا د ټاکل شوې جرګې ترمنځ هوکړه

په خېبر پښتونخوا کې د جاني‌خېلو پرلت‌والو او د پاکستان د حکومت له‌خوا د ټاکل شوې جرګې ترمنځ هوکړه شوې ده.

د هوکړې له مخې د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوې دي.

د حکومت له‌خوا په جرګه کې مرستیال کمېشنر زبېر احمد نيازي او د خېبر پښتونخوا د ترانسپورټ وزیر ملک شاه محمود وزیر په بنو کې د جون پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په منل شویو غوښتنو کې د هغو احتجاج کوونکو خوشې کول هم شامل دي چې پوځيانو نيولي وو، خو دا روښانه نه‌ده چې شمېر یې څومره دی.

د جون پر ۲۳مه نېټه اسلام‌اباد ته د لاريون پر مهال په لاره کې د شویو زيانونو پوره کولو او د وژل شوي احتجاج کوونکي کورنۍ ته د مالي معاوضې غوښتنې هم منل شوې دي، خو د پرلت‌والو مهمه غوښتنه د امن ده.

دوی وايي‌، حکومت دې ضمانت ورکړي چې د ټولو وسله‌والو پر ضد به يو شان عمليات کوي.

چارواکو ويلي، سر له ننه د پرلت‌والو د غوښتنو د عملي کولو اقدامات کوي.

د جاني‌خېلو مظاهره‌چيان د خپل یو مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف د مې له ۳۱مې راهیسې احتجاج کوي.