چارواکي: طالبان بلخ کې د نوبهار راډیو امواج د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي

ارشیف

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي طالبان د نوبهار خصوصي راډیو امواج د خپلو تبلیغاتو لپاره کاروي.

مطیع‌الله کریمي نن دا خبره ازادي راډیو ته وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي چارواکي هڅه کوي د طالبانو د خپرونو مخه ونیسي.

ښاغلی کریمي وايي: "نوبهار راډیو د بلخ ولسوالۍ د سقوط وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې. دې راډیو څو ورځې خپرونې بندې کړې وې، خو طالبانو یې مسؤلان بیا راوستي او په خپله خوښه‌یې خپرونې پيل کړي. له امنیتي چارواکو سره په رابطه کې یو او د طالبانو د نشراتو د مخنیوي هڅې روانې دي."

نوبهار د بلخ له لومړنیو خصوصي راډیوګانو ده چې د بلخ ولسوالۍ نوي ښار کې تأسیس شوې.

طالبانو تېره اوونۍ د بلخ د اتو ولسوالیو کنټرول په لاس کې واخیست که څه هم افغان پوځیانو ځینې ولسوالۍ بېرته نیولي.