د میدان وردګ ولایت چک او سیداباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې

د افغانستان عمومي نقشه کې میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ ولایت چک او سیداباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالۍ تر درنو جګړو وروسته طالبانو نیولي او ورسره ۳۰ افغان سرتېري هم ژوندي د طالبانو له‌خوا نیول شوي.

ښاغلی مایار زیاتوي: "په خواشینۍ سره د دښمن د پراخو بریدونو وروسته، له ډېر مقاومت سره سره دواړې ولسوالۍ هم چک ولسوالۍ او سیداباد ولسوالۍ، هلته چې کوم قوتونه موجود وو، له مقاومت سره سره خو کله چې د دښمن فشار پري رازیات شو، د دښمن لاسونو ته ورغلي، په دغه کې ګڼ شمېر وسلې او زیات شمېر پوځي تجهیزات هم د دښمن لاس ته لوېدلي."

نوموړی وايي، په سیداباد ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۳ افغان سرتېري او ۸ طالبان وژل شوي هم دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ادعا کړې چې دا دوه ولسوالۍ یې نیولي او ورسره‌یې ۳۹ افغان سرتېري ژوندي نیولي.

دا وروستۍ څو ورځې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لسګونه ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي د سقوط شویو سیمو د بیا نیولو لپاره په چټکۍ عملیات روان دي چې په‌کې ګڼ وسله‌وال مخالفین وژل کېږي.