بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر عبیدالله کاسي بې‌درکه شوی

ارشیف، د عوامي نشنل ګوند پلویان

په بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر عبیدالله کاسي بې‌درکه شوی دی.

عبیدالله کاسي کوټې ښار ته نږدې له کچلاغ سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.

عوامي نشنل ګوند د خپل دغه مشر د بې‌درکه کېدو پر ضد د اعتراض په دود د کوټې-ژوب او کوټې-چمن ترمنځ لویې لارې بندې کړې دي.

تر دې یوه اوونۍ دمخه د دغه ګوند یوه پارلماني غړي عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

عوامي نشنل ګوند تور لګولی چې کاکړ په خپل مرګ نه‌دی مړ شوی، بلکې وژل شوی دی.