د امریکا د فلوریدا ایالت د میامي ښار په هغې ۱۲ منزله ودانۍ کې یو بل مړی وموندل شو چې درې ورځې وړاندې نړېدلې وه.
د میامي ښاروال ویلي چې تر اوسه پورې د پنځو تنو مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.
تر پرون پورې په دې پېښه کې د بېدرکه شویو کسانو شمېر ۱۵۶ تنه ښودل شوی و.
د پنجشنبې له ورځې چې دا ودانۍ نړېدلې، سلګونه مرستندویان هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسان ومومي.