د ایران مذهبي مشر له ۵،۱۰۰ ډېر بندیان وبخښل

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي تر ۵ زره او ۱۰۰ ډېر بندیان وبخښل.

د خامنه‌يي په وېب‌پاڼه کې پرون په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د شیعه‌ګانو د اتم امام، امام رضا د زوکړې په مناسبت شوی دی.

په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې ایا بندیان خوشې شوي او که یوازې یې د خلاصون حکم صادر شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ایران په دې تورن کړی چې تورن کسان په عادلانه ډول نه‌محاکمه کوي او پرله‌پسې سیاسي مخالفان نیسي.

دې سازمان دا هم ویلي چې ډېری نیول شوي کسان تري تم کېږي او یا اعدامېږي.