د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ په 'ده یحیا' کلي کې يې د عملیاتو په اړه پلټنې پیل کړي.
د دغه ریاست له لوري د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په اړه یې له اطلاعاتو نیولی بیا تر عملیاتو پورې د معلوماتو ټول پړاونه را ټول کړي.
اعلامیه زیاتوي، د عملیاتو د څرنګوالي د پلټنې لپاره یې باصلاحیته پلاوی په دنده ګمارلی او ډاډ ورکوي چې له پلټنو وروسته به ډېر ژر خپلې پایلې د پېښې له قربانیانو او عامو خلکو سره شریک کړي، خو ډېر جزئیات یې نه دي ورکړي.
هاخوا په هغو ويډيوګانو کې چې ټولنیزو رسنيو کې خپرې شوي، په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د خلکو استازی او د سیمې يو اوسېدونکي الله ګل مجاهد پرون جمعه (د چنګاښ ۴مه) په دې اړه غبرګون ښودلی.
الله ګل مجاهد د ده سبز ولسوالۍ اوسیدونکی
نوموړي په ده سبزو ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو اعتراضیه غونډې ته ویلي چې وړمه شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې شپږ کسان چې د ده په خبره د کليو ملکان، مشران او سپین ږيري وو، وژل شوي او څلور نور یې له ځان سره وړي دي.
ښاغلي مجاهد ګواښ کړی چې د ده سبزو اوسېدونکي به مسلح کوي او چاته به اجازه ورنه کړي، نه طالب او نه دولت ته چې تر څلور بجو وروسته په دغه سیمه کې عملیات وکړي.
ازادي راډیو وغوښتل له ښاغلي الله ګل مجاهد سره په دې اړه خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه، همداراز د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ هم په دې اړه ازادي راډیو ته ته څه ونه ویل .
دا لومړی ځل نه دی چې د صفر یو قطعې په عملیاتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ادعاوې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د دغې قطعې د ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ورته ادعاوې شوي دي.