چارواکي: راتلونکې اوونۍ کابل کې د اوبو ۷ پروژې پلې کېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، راتلونکې اوونۍ په کابل کې د اوبو لګولو ۷ پروژې پلې کېږي.

د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن شنبه(د چنګاښ په ۵مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه پروژې د ۷۳ ميلیونه افغانيو په ارزښت د کابل په شکردره او پغمان ولسواليو کې پلې کېږي.

د‌ نوموړي په خبره، د دې پروژو لګښت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختيايي بودجې له خوا ورکول کېږي.

د‌ ښاغلي رستمي د معلوماتو له مخې د دې پروژو په پلي کېدو سره به په ورځني ډول شااوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.