له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ۲۷ قضیو په څېړلو سره د نشه يي موادو ۳۴ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل.
د دې مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل چې په دې ۳۴ تنو کې پنځه يې له ابتدائيه محکمې له دوو کالو څخه نيولی بیا تر ۱۸ کالو پورې او پاتې ۲۹ تنه يې د استېناف محکمو له خوا د زندان په بېلابېلو مودو محکوم شول.
له دې ۳۴ تورنو کسانو سره ۲۴ کيلوګرامه هيرويين، ۱۳۴ کيلوګرامه تارياک، ۲۶۹ چرس او ۲۴ کيلوګرامه ښیښه نيول شوې وه.