د ۲۰۳م تندر قول اردو: لوګر کې هوایي برید لس طالبان وژلي

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د افغان پوځ چارواکي وايي، د لوګر ولایت په مرکز کې هوایي برید لس وسله وال طالبان وژلي دي.

د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند زیاته کړه، برید تېره شپه هوایي ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "پادخواب شانه" سیمه کې کړی.

دی وایي، د برید په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپیان شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.