خېبر پښتونخوا کې یوې محکمې یوه تورن کس ته د مرګ سزا واوروله

ارشیف،د خېبرپښتونخوا د ایالت کې یوه محکمه

د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې یوې محکمې یوه تورن کس ته، د طب د یوې محصلې د وژنې په قضیه کې د مرګ سزا واوروله.

د مجاهد الله اپریدي په نوم دغه کس په ۲۰۱۸میلادي کال کې د عاصمې راني په نوم دغه نجلۍ په کوهاټ کې په ډزو سخته ټپي کړه.

هغې تر ساه ورکولو مخکې په یوه ویډیو کې پر مجاهد اپریدي د دې حملې تور لګولی و.

ویل شوي، اپريدي وروسته له هغې دا حمله وکړه چې عاصمې راني له هغه سره له واده کولو انکار وکړ.

د امنیتي ملحوظاتو له مخې دغه محاکمه نن د پېښور په مرکزي زندان کې وشوه چې قاضي د محاکمې پر مهال مجاهد اپريدی یې د مرګ په سزا محکوم کړ.