دفاع وزارت: تېره شپه۳ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیول شوي

افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه درې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په وروستیو کې ګڼې ولسوالۍ بېرته نیولي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې مشخصې برنامې په لړ کې تر اوسه ٨ ولسوالۍ په کندز، بلخ، تخار، پکتیا او فاریاب کې نيولي دي. اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي او یوازې تېره شپه درې ولسوالۍ احمد ابا او سید کرم په پکتیا او اندخوی په فاریاب کې نیول شوي دي."

د ملي دفاع وزارت نن په یوه جلا بیان کې ویلي چې نن جمعه د بغلان د خنجان ولسوالۍ او کیله ګی سیمې هم له طالبانو نیول شوي دي.

بل خوا د غور والي عبدالظاهر فیض­زاده نن وویل، امنیتي ځواکونه د دولینه ولسوالۍ له مرکز څخه په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې د ناامنیو له زیاتېدو سره د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه زیات ورکول کېږي.