د بلخ ولایت مرکز په مزار شریف ښار کې نن ۳ تنه د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شول.
د بلخ امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه شاوخوا ۱۲نیمې بجې د مزار شریف ښار د سیداباد په چوک کې وشوه.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
شاهدان وايي چې حمله کوونکي د تورو ښیښو په موټر کې سپاره وو.
تر اوسه پورې د دې برید انګېزه او د وژل شویو کسانو هویت نهدی څرګند شوی.