د امریکا فلورېډا کې نړیدلې ودانۍ؛ د خلکو د ژغورلو عملیات روان دي

نړیدلې ودانۍ

د امریکا د متحدو ایالاتونو په فلورېډا ایالت کې د یوې ۱۲ منزله ودانۍ د یوې برخې تر نړېدو وروسته د نورو کسانو پلټنه روانه ده.

میامي سواحلو ته نږدې د دې ودانۍ یوه برخه پرون ونړېده چې تر اوسه یې علت نه دی معلوم.

د ژغورنې ډلې او روزل شوي سپي د نورو ژوندي پاتې شویو د پلټنې په چارو بوخت دي.

چارواکي وايي، دوی داسې نښې نښانې لیدلي چې تر نړېدلې ودانۍ لاندې ښايي ځینې کسان ژوندي وي او دوی د شپې پر مهال د چارو د دوام پرېکړه وکړه.

په پېښه کې د یوه تن مړینه تایید شوې او نږدې سل نور کسان لا هم تري تم دي.

چارواکي وايي دوی بېره لري چې له دې ډلې به ګڼ کسان تر نړېدلې ودانۍ لاندې راګیر پاتې وي.