راپور: د اوکراینې الوتکې د ویشتل کېدو مسوولیت ایران ته ورګرځي

کیف کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د یوه قرباني ته د ویر مراسم

د کاناډايي متخصصانو رسمي راپور وايي، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي په ایران کې د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې ویشتل له مخکې طرحه شوې وي.

دغه راپور وايي، د الوتکې د ویشتل کېدو ټول مسوولیت ایران ته ورګرځي.

د اوکراین نړیوال هوايي شرکت دغه الوتکه د ۲۰۲۰میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر اتمه د تهران له هوايي ډګره د کییف پر لوري تر الوتو وروسته وویشتل شوه، چې ټوله یوسل او شپږاویا سورلۍ یې ووژل شوه.

په وژل شوېو کې څه باندې ۱۳۰ تنه یې د کاناډا، نور یې د افغانستان، بریتانیا، ایران، اوکراین او سویډن وګړي وو.

ایران په لومړیو کې دا نه منله چې الوتکه دې د دوی له خوا ویشتل شوې وي، خو وروسته یې ومنله چې الوتکه د سپاه پاسداران انقلاب د یوې قطعې په توغندي سهواً ویشتل شوې ده.

تهران ویلي چې دوی فکر کاوه چې دغه الوتکه د امریکا کوم میزایل دی.

د کاناډايي متخصصانو یوه ځانګړې ډله چې د شواهدو په ارزونې بوخته وه، پرون وویل، د الوتکې د ویشتل کېدو بشپړ مسوولیت ایران ملکي او پوځي چارواکو ته متوجه دی.