د اوکراینۍ الوتکې نسکورېدل؛کاناډا: ایران دا پېښه سطحي نیولې

صدراعظم جسټن تروډو

کاناډا د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په لاس د اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو په اړه یو تازه راپور خپور کړی دی.

د کاناډا د حکومت څېړندویې ډلې تېره ورځ په خپل راپور کې ویلي، د ایران حکومت په دې سپیناوي او توضیحاتو کې پاتې راغلی چې ولې یې د اوکراین هوايي کرښو ۷۵۲ نمبر مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړه.

صدراعظم جسټن تروډو ویلي، د راپور له محتویاتو ښکاري چې ایران دا پېښه سطحي نیولې او اصلي عوامل یې عمداً له پامه غورځولي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په اتمه باندې د اوکراین ایرلاین یوه الوتکه د تهران په اسمان کې د ایران د سپاه پاسداران د دوو توغندیو هدف وګرځېده او نسکوره شوه.

په دې سره د یادې الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوه.

ګڼ ایرانیان، کاناډایان او د نورو هېوادونو اتباع په الوتکه کې وو. له لسو زیات افغانان هم په دې پېښه کې وژل شوي.

د وژل شوېو کسانو د کورنیو ټولنې د کاناډا د حکومت د راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي دا راپور ښيي چې ایران څومره "جنایتونه او مخفي کارۍ کوي او دروغ وايي."

ایران لومړی سر انکار کاوه چې دا الوتکه یې ویشتلې وروسته یې د نړیوالو فشارونو له امله ومنله چې الوتکه د سپاه په توغندیو نسکوره شوې خو ادعا یې وکړه چې دا پېښه د یوې انساني تېروتنې په خاطر شوې.