امریکا د خپل پوځ لسګونه زره افغان ژباړونکي له افغانستانه باسي

ارشیف، هلمند کې یو شمېر امریکايي سرتیري له خپل افغان ژباړونکو سره

د امریکا حکومت په پام کې لري چې د امریکا د پوځ لسګونه زره ژباړونکي او نور هغه کسان چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره کار کړی له افغانستانه وباسي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي خبر ورکوي چې وايي، په دې وروستیو کې بهر ته د هغو افغانانو د اېستلو کار چټک شوی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

یوې بلې سرچینې ویلي، د بایډن اداره په پام کې لري چې د سږني دوبي په پای کې او ښايي په اګسټ میاشت کې دا افغانان بهر ته ولېږدوي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د جمهوریپال غړي مایک مککاول له قوله خبر ورکوي چې وايي، دا افغانان ښايي متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته ولېږدول شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووځي، د بایډن اداره له افغانستانه د دې افغانانو د اېستلو په برخه کې د کانګرس د غړو، پخوانیو پوځيانو او نورو له پرله پسې فشار سره مخامخ ده.