د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه ویلي دي تمه لري چې د دې غونډې د اجنډا او هدف په اړه وضاحت ورکړل شي.
سرګي لاوروف پرون د جون په ۲۴مه په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی د دې وړاندیز څخه خبر شوی دی: "دا غوښتنه ولې اوس کېږي؟ ښايي په جنیوا کې د پوتین او بایډن له غونډې سره د وخت له پلوه ارتباط ولري. ښايي دا د دې نښه وي چې اروپايان غواړي خپله خپلواکي وښيي. کافي وضاحت نه شته دی او موږ له څه ویلو مخکې باید د دې وړاندیز جزییات ترلاسه کړو."
د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جون په ۱۶ مه نېټه سره په جنیوا کې وکتل.
د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په درشل کې فرانسې او جرمني د جون په ۲۳مه د اروپايي ټولنې او مسکو د غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې د ځینو غړو له غبرګون سره مخامخ شو.