د یکاولنک-دره صوف واټ د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د بامیان یکاولنګ او د سمنګان د دره صوف واټ د جوړولو کار ٦٠ سلنه بشپړ شوی دی.

دغه واټ چې د شمال او جنوب دهلېز شمېرل کېږي په ګټې اخیستنې سره به بازارونو ته د خلکو د کرنیزو محصولاتو د لېږد کې اسانتيا برابره کړي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه واټ د ۱۸۳ کیلومترو په اوږدوالي او ١٠ مترو په سور د بامیان یکاولنګ ولسوالۍ د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي او د شمال – جنوب دهلیز شمېرل کېږي.

د اسیايي پرمختیايي بانک د دغه واټ د جوړولو لګښت ورکوي.

د دغه واټ د جوړولو کار څه نا څه شپېته سلنه بشپړ شوی دی او ټاکل شوې ده تر راتلوونکو شپږو میاشتو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.