نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایراني سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې کرج ښار ته نژدې د ایران د اټمي انرژۍ پر مرکز برید د یوې کوچنۍ بې پېلوټه الوتکې په وسیله شوی دی.
له دې راپور سره سم، تراوسه پورې په کرج کې د ایران د سانتریفیوژونو د ټکنالوژۍ پر شرکت د حملې مسوولیت لا هېچا په غاړه نه دی اخیستی.
یوې خبرې سرچینې نیویارک ټایمز ته ویلي چې بې پېلوټه الوتکې په کرج کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې د ودانۍ له شااوخوا ځایونو برید کړی دی.
ایراني رسنیو پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د خپل هېواد په اټمي مرکز کې د ورانکارۍ خبر ورکړی و.