مریم نواز د عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ډلې مرستیال مشرې او د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز

د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ډلې مرستیال مشرې او د پخواني صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز د دغه هېواد د پارلمان د غړي عثمان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

دې پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، که د عثمان کاکړ د مړینې په اړه پوښتنې او شکونه کېږي نو باید چې په دې برخه کې پلټنه وشي.

د عثمان کاکړ کورنۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د حکومت نورو مخالفو ګوندونو د نوموړي د مرګ په اړه شکونه څرګند کړي او ویلي یې دي چې کاکړ په خپل ژوند کې ویلي و چې استخباراتي ادارې د مرګ خبرداری ورکوي.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې وویل، چې هغه وژل شوی دی.

عثمان کاکړ تېره اوونۍ په خپل کور کې له بې هوشه کېدو وروسته روغتون ته یو وړل شو او د دوشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.

ډاکترانو ویلي چې د سر کیڼې خوا یې ګوزار خوړلی دی.