نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ د نړیوال جام اتل شو. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې.
نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې تېره ورځ هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ټېسټ لوبو پایلوبه کېږي.
د دې لوبو لړۍ د دوه زره نولسم کال په اګست کې پيل شوې وه چې د امتیازونو په ترڅ کې هند او نیوزیلنډ فاینل ته رسیدلي وو.
د کرکټ د نړیوال ټېسټ لوبو بل دوربه د روان کال په اګسټ کې پيل شي او تر دوه زره درویشتم کال پورې به هغه دوه لوبډلې په کې معلومې شي چې پایلوبې ته وځي.