د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه او د دې هېواد امنیتي وضعیت له نژدې څاري.
نوموړي چې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) یې د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي او زیاته یې کړه دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده ځکه د ده په وینا طالبانو تېر کال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیرپیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.
جنرال میلي دغه راز ویلي چې له دغو پرمختګونو سره سره طالبان تراوسه نه دي بریالي شوي چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن چې د کانګرس استماعیه غونډې ته یې څرکندونې کولې وویل چې د طالبانو دغو پرمختګونو له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر نه دی مختل کړی.
هغه زیاته کړه، دوی اوس پردې تمرکز کړی چې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو بهیر په خوندي، منظم او مسولانه ډول بشپړ کړي.
ښاغلي اسټن زیاته کړه، دغه بهیر په دقت د جوړ شوي پلان مطابق مخ ته ځي او له مخې یې نه یوازې دا چې د خپلو بلکې د خپلو متحدینو د ځواکونو د وتلو بهیر مو هم خوندي کړی دی.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې د مې له میاشتې راهیسې پیل شوی، د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.