پاکستان د عثمان کاکړ جنازه کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي د تګ مخه ونیوله

ارشیف، عثمان کاکړ

پاکستان د هغه افغان پلاوی د تګ مخه نیولې چې غوښتل یې د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون په هدف پاکستان ته لاړ شي.

د افغانستان د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده."

په اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د خپل ولس په استازولۍ د ښاغلي عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې یاد افغان پلاوي له کومې لارې غوښتل په جنازه کې ګډون وکړي؟

د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

عثمان کاکړ د ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر و چې وړمه ورځ یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړه.

د عثمان کاکړ کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، په عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې حمله شوې وه او نوموړي د سر په برخه کې سخت ټپ خوړلی و.

د عثمان کاکړ جنازه نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه) د هغه په پلرنۍ سیمه کویټه/ مسلم باغ کې ادا او همدغلته خاورو ته وسپارل شو.

د جنازې په مراسمو کې یې یو شمېر ملتپاله پښتنو سیاستوالو او د نوموړي زرګونه پلویانو برخه اخیستې وه.

د جنازې دا مراسم چې پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک ژوندي خپرېدل ګڼو سیاستوالو ویناوې وکړې او ويې ویل چې پر ښاغلي کاکړ د نوموړي په کور برید شوی او د همدې برید له امله هغه ومړ، خو له پېښې سملاسي وروسته ویل شوي و چې نوموړي مغزي سکته کړې ده.

یو شمېر وینا والو د پاکستان استخباراتي ادارې د نوموړي په وژنه تورنې کړې، خو د پاکستان حکومت تر دې دمه د دغه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

عثمان کاکړ له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱ کال د پاکستان د سنا مجلس غړی وو. نوموړي د سنا مجلس کې د خپلې دورې د پای ته رسېدو په غونډه کې ویلي و چې د نامعلومو ادرسونو نه ورته د مرګ ګواښونه شوي دي.

نوموړي به ډېری وخت په بېلابېلو غونډو کې د لرو او بر پښتنو د یووالي خبره کوله او پاکستان یې په افغانستان کې په لاس وهنه تورناوه.