په لغمان او ننګرهار کې لسګونه پشهيي ځوانانو نن د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه.
دوی د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ په لغمان کې سره راټول او اعلانیې وکړ چې د اسلامي جمهوري نظام ملاتړ کوي.
حضرت علي پر ولسي پاڅونوالو غږ وکړ چې که د نظام وسلهوالو مخالفانو ورسره د خبرو په ژبه قناعت نهکاوه، نو د ټوپک په ژبهیې پوه کړئ.
د ننګرهار او لغمان پشهیي ځوانان دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د افغان ځواکونو د ځایي خلکو د ملاتړ او پاڅونونو خبرونه ورکړل شوي دي.