کرونا؛ د اسټرالیا په سیډني کې غونډې محدودې شوي

د سیډنی ښار یوه څنډه

د اسټرالیا په سیډني کې غونډې محدودې شوي او له ښاره دباندې غیرضروري سفرونه منع شوي دي.

اسټرالیايي چارواکي هڅه کوي چې د کرونا د هغې بڼې مخه ونیسي چې دلتا بلل کېږي.

د ویروس دا بڼه چې لومړی پلا په هند کې وپېژندل شوه، چټکه خپرېږي.

له تېرې اوونۍ را په دې خوا په سیډني کې تر ۳۰ ډېر کسان د کرونا په دلتا ویروس اخته شوي دي.