د مجازي پیسو 'بیټ کواین' بیه تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه

ارشیف

د بیټ کواین یا مجازي پیسو بیه پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) تر ۳۰ زره ډالرو ټیټه شوه؛ دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په اپریل کې د هر بیټ کواین بیه تر ۶۵ زره ډالرو پورې رسېدلې وه.

په تېرو دوو میاشتو کې د بیټ کواین ارزښت نیمايي ته راکښته شوی، خو لا هم د روان میلادي کاله د پیل په پرتله په سلو کې ۱۱ لوړ دی.

راپورونه ښيي چې د نورو مجازي پیسو ارزښت هم مخ په کمېدو دی.