د اوبو د تنظیم ملي اداره د کابل په شاه او عروس بند کې د اوبو د ذخیره کېدو له پیل خبر ورکوي.
د شاه او عروس بند د اوبو د تنظیم له لویو پروژو یوه ده چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک ازادي راډیو ته وویل، د دې بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي او په راتلونکو ورځو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
دی وايي: "نن په دې بند کې د اوبو د ذخیره کولو پروسه پیل شوه، په راتلونکو ورځو کې به دا بند ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. دا بند د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو."
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د شاه او عروس بند به د کال ۳۳ میلیونه مټر مکعب اوبه تنظیم او ۹ میلیونه مټر مکعب نورې اوبه به ذخیره کوي. دا بند به ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه او تر خوا به یې ۱،۲ مېګا واټه برښنا هم تولید کړي.
د شاه او عروس بند مالي لګښت د افغان حکومت له بودجې ورکړل شوی.
د دغه بند د رغولو چارې په ۱۳۹۱لمریز کال کې پیل شوې او تمه وه چې په ۳ کلونو کې بشپړې شي، خو دا نېټه تر نننه راوغځېده.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره د دې ځنډ لامل د تړون کوونکو کمپینو لهخوا غیر معیاري کار او د ځمکې استملاک بولي، خو زیاتوي، تېر یو نیم کال کې پردې پروژې کار چټک شو.
شاه او عروس بند د کابل د ګڼ مېشته ښار لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د برښنا د کمي د ستونزې تر یوه برید د حل هیله ګڼل کېږي.
د دې بند د بشپړېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې همدا اوس کابل مېشتي ښاریان د څښاک لپاره پوره پاکې اوبه نهلري او پر دې ښار را وارداتي برښنا هم د درې ورځو په مخ پرې شوې ده.
کابل مېشتي خوښ دي چې د شاه و عروس بند به په دې دوو برخو کې لږ تر لږه د دوی یو څه ستونزې حل کړي.
د کابل دوه تنه اوسېدونکي شېرشاه او طیب بصیر وايي: "کابل کې د اوبو کمی جوت دی. که یو کوهي کېندي، مجبور تر ۱۳۰ مټرو ځمکه وکېندي. د اوبو ستونزه ډېره ده. هیله ده چې د شاه او عروس بند سره د کابل ښاریانو ستونزه حل شي، موږ ورته خوښ یوو.
-د څښاک د پاکو اوبو کمي د زرګونو کابل مېشتو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. تازه خبر شو چې د شاه او عروس بند په وسیله کابل مېشتو د څښاک پاکې اوبه برابروي، دا نېک ګام دی موږ یې هرکلی کوو."
په کابل کې داسې سیمې هم شته چې اوسېدونکي یې سلګونه مټرې لېرې پر اوږو د څښاک او نورو اسانتیاوو لپاره اوبه خپلو کورونو ته وړي.
دلته کې اوبو ته د نه لاسرسي یو لامل د برښنا نه شتون هم ده.
د افغانستان برښنا شرکت پرون سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) په دوو بېلابېلو خبرپاڼو کې ولیکل چې پر کابل او۱۰ نورو ولایتونو وارداتي برښنا پرې شوې ده.
د دې شرکت له قوله، د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د حګړو له امله د برښنا رالېږدونکې مزی پرې شوی، خو د امنیتي ستونزو له کبله یې تخنیکي ټیم سیمې ته نه شي تلای.
د افغانستان برښنا شرکت په یوه بله خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې په سالنګ کې د برښنا پایو د رغېدو چارې یې پیل کړي او پر همدې بنسټ به تر راتلونکو درې ورځو وارداتي برښنا پرې وي.
د افغانستان د برښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، تېرو شپږ میاشتو کې د برښنا نږدې ۳۰ ستنې یا پایې نړول شوي چې پر رغولو یې ۹۵۲ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی.
د برښنا شرکت وايي، د برښنا د پایو د نړېدو او د وارداتي برښنا د ضایع کېدو له امله افغانستان هر ساعت یعنې ۶۰ دقیقو کې ۲،۷ میلیونه افغانۍ زیان کوي.