امریکا د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې بندې کړي

د ایران او امریکا ګډ بیرغونه

امریکايي چارواکو د امریکا له بندیزونو د سرغړونو په تور د ایران د دولت اړوندې لسګونه خبري وېب پاڼې چې د دوی په وینا اکثرو یې ناسم معلومات خپرول او یا یې له تروریستي ډلو سره اړیکې لرل، بندې کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې چې تېر ماښام خپور شو ویلي، ۳۳ وېب پاڼې چې د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون خپرولې او درې نورې چې د ایران د اړوندې وسله والې ډلې کتایب حزب الله له خوا خپرېدلې بندې شوي دي.

د بهرنیو شتمنیو د کنټرول په نوم د امریکا حکومتي ادارې تېر کال تور ولګاوه چې د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلوېزیون د سپاه پاسداران ډلې د قدس ځواک له خوا اداره کېږي.