بشري حقونو کمېسیون د جګړو له ښکېلو غاړو د ملکیانو خوندیتوب وغوښت

ارشیف، د هلمند له جګړو یوه بې ځایه شوې کورنۍ، وروستیو جګړو یو شمېر افغان کډو کولو ته اړ ایستي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له وسله والو طالبانو، دولتي ځواکونو او پاڅونوالو د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

کمېسیون دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې په ځینو ولایتونو کې په سلګونو کسانو د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې لپاره وسلې واخیستې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند او کمېشنر شکر الله مشکور ازادي راډیو ته د دغه کمېسیون غوښتنه مطرح کړه: " افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تل په څېر د جنګ پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې د جنګ قواعدو او د بشرپالنې نړیوالو قوانینو ته جدي پام وکړي. موږ له افغان امنیتي ځواکونو، پاڅونوالو او طالبانو په کلکه غواړو چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عامه ځایونو د ساتنې په برخه کې مسوولانه چلند وکړي."

په وروستیو ورځو کې په کندهار، پروان، بغلان او نورو ولایتونو کې د سلګونو کسانو د وسله وال کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې د دفاع سرپرست جنرال بسم الله محمدي، روانه اوونۍ له خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.