سپین غر کې قومي پرېکړه: هغه کورنۍ به کډه کوي چې غړي یې طالبانو کې وي

ارشیف، یو شمېر قومي مشران

د ننګرهار په سپین­ غر ولسوالۍ کې قومي مشرانو پرېکړه وکړه، هغه کورنۍ به کډې کولو ته مجبوروي چې کوم غړی یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې وي.

د قومي مشرانو د پرونۍ پرېکړې په اړه د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "که تردې وروسته د دې سیمې د کورنۍ هر غړی د طالبانو په لیکو کې وي، یا به هغوی د طالبانو له لیکو باسي، یا به هم له سیمې کډه کوي."

د والي ویاند وايي، قومي مشرانو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې وسله والو طالبانو د سپین­غر ولسوالۍ بازار په وروستیو کې وسوځاوه، د خلکو کورونه او نور تاسیسات یې ویجاړ کړل.

د دې تازه پرېکړې په اړه لا وسله والو طالبانو تبصره نه ده کړې.