پوځي کارپوهان: د طالبانو ضد وسله پورته کوونکي باید د دولت تر قوماندې لاندې راشي

پخوانی پوځي جنرال عتیق‌الله امرخېل

یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي هغه خلک چې د طالبانو پر ضد وسلې پورته کوي باید د دولت تر قوماندې لاندې راشي.

له دې ډلې کارپوهانو پخواني پوځي جنرال عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل که دا وسله‌وال د اردو تر قوماندې لاندې نه‌وي، راتلونکي کې به لا پسې زیاتې ستونزې راولاړې شي.

دا وروسته له هغه چې د افغانستان په شمال کې ځینو جهادي رهبرانو خپل پلویان د طالبانو پر ضد پاڅېدو ته هڅولي.

حکومت هم ویلي چې دغو خلکو ته له وسلو نیولې هر ډول امکانات ورکوي.

صفي‌الله ستانکزي له ښاغلي امرخېل سره خبرې کړي او د دغو خلکو د تجهیزولو په اړه‌یې پوښتنې ترې کړي.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له عتیق‌الله امرخېل سره مرکه