د بدخشان د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي

د شورابک بند

د بدخشان د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د چنګاښ ۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا بند د جرمني د ۴۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی چې په درېیو توربینونو سره ۷.۵ مېګا واټه برښنا تولیدوي او د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برښنا رسوي.

نوموړي وویل چې د دې بند چارې د ٥ کلونو په موده کې بشپړې شوي دي.

افغان حکومت تر دې وړاندې د کمال خان په ګډون یو شمېر نور بندونه هم ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.

افغانستان د برښنا تولیدولو او اوبو زېرمه کولو لپاره د بندونو جوړولو مناسب طبیعي شرایط لري، خو د اوبو د نه مدیریت له امله د دغه هېواد نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.