۲۰۵ اتل قول اردو: افغان ځواکونه د ارزګان د چورې له پوځي اډې ووتل

ارشیف، افغان ځواکونه

د ارزګان چارواکو د چورې ولسوالۍ له یوازینۍ پوځي اډې څخه د افغان ځواکونو د وتلو خبر ورکړی چې له دې سره د راپورونو له مخې دا ولسوالۍ عملاً د طالبانو لاسته لوېدلې.

په جنوب کې ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د ملکي او پوځي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې دا اډه تخلیه کړې ده او پرسونل او تجهیزات یې له چورې ولسوالی څخه ترینکوټ ته انتقال شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې اډې د امنیت په ټینګښت کې کوم موثریت نه لاره.

د چورې ولسوالي له شااوخوا دوو اونیو راهیسي طالبانو محاصره کړي وه. پرون له دې مخکې د دې ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ هم سقوط وکړ.

په روانه میاشت کې دا د ارزګان څلورمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاسته لویږي او اوس د دې ولایت یوازې دوه ولسوالۍ- دهراود او چهارچیني پاتې دي چې هلته هم یوازې یو-یو کمپ د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی.

هاخوا ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبانو د کندز ولایت علي اباد ولسوالۍ هم نیولې ده.

سیمه ییزو چارواکو په دې اړه د معلوماتو لپاره د ازادي راډیو تماسونو ته ځواب ونه وایه، خو د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي ازادي راډیو ته وویل چې د علي اباد ولسوالۍ د سقوط خبر سم دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.