- هېواد
هېواد ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې لیکلي، جمهور رییس غني يو ځل بيا په هېواد کې د سولې راوستو او په ځانګړي توګه د اوسني وضعيت او امريکا ته د سفر په اړه له سياسي او جهادي مشرانو سره مشورتي غونډه کړې.
په سرلیکنه کې وړاندې راغلي، دا غونډه په داسې حال کې شوې چې له يوې خوا په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا جګړې زور اخيستی او دغه شان د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له امريکا، ناټو او نړيوالې ټولنې سره د ګډون او همکاريو د نوي څپرکي پرانيستلو لپاره هڅې روانې دي.
د ورځپاڼې له قوله، د ارګ په دې غونډه کې ټينګار شوی چې د سولې پروسه د افغان دولت لومړيتوب دی او د دې بهير ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخيستل کېږي.
د لیکوال له انده، پاکستان چې د ترهګرۍ ملاتړی دی، وار د مخه د غني او بايډن له ليدنې وارخطا دی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څرګندونې دا وارخطايي په ډاګه کړې ده.
- مسیر
خو د مسیر په نوم يوې بلې ورځپاڼې بیا لیکلي، جمهور رییس غني امریکا ته د سفر پر مهال به څو مشخصې غوښتنې ولري.
د ورځپاڼې په اند، له اوسني حکومت سره د مرستو دوام د اشرف غني لومړۍ غوښتنه ده، خو زیاتوي، امریکا په تکرار ويلي چې له داسې یو حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي چې د جوړ جاړي په پایله کې رامنځته شي او د طالبانو په ګډون نور اړخونه هم پهکې وي.
ورځپاڼه زیاتوي، د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې د افغان ځواکونو مالي او تجهیزاتي تمویل دوام وکړي چې په خبره یې که څه هم امریکا په یو څه بدلون دا کار کوي، خو دا غوښتنه چې په سختو حالتونو کې یې امریکايي ځواکونه هوايي ملاتړ وکړي، نه منل کېدونکې ښکاري.
ورځپاڼې اټکل کړی چې د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې طالبانو ته سیاسي مشروعیت ور نه کړل شي او د اوسني حکومت انډول یا ترې پورته و نه ګڼل شي، خو د لیکوال په خبره، داسې نه ښکاري چې امریکا دې د اشرف غني دې غوښتنې ته 'هو' ووايي، ځکه چې دوی خپله له طالبانو سره خبرې کړي دي، هوکړه یې ورسره لاسلیک کړې، لیدنې ورسره لري او سیاسي مشروعیت یې ورکړی دی، نو ځکه به اوس بېرته شاتګ و نه کړي.
خو ورځپاڼه دې ټولو مسایلو ته په کتو ټینګار کوي چې امریکا ته ورتلونکي مشران باید درک کړي چې امریکا نور افغانستان ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري او تمرکز باید یوازې سیاسي جوړ جاړي ته پر کمپاین او ملاتړ را خپلولو وي.
- هشت صبح
او هشت صبح ورځپاڼې بیا د جګړو شدت او ولسوالیو سقوط په تړاو لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې دا مهال جګړه له کلیو د ولسوالو مرکزونو ته رسېدلې او او په پایله کې به د ښار مرکزونو ته هم ورسېږي.
لیکوال ټینګار کړی چې په داسې حال کې چې جګړه نوره له زغمه وتلې اړتیا ده چې دولت د خلکو په مرسته د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په ډېرو سیمو کې لیدل شوي چې طالبانو عام وګړي برمته کړي چې دا د خلکو د نارضایتۍ لامل شوی او په وینا یې دولت باید له دې فرصته ګټه واخلي او خلک ملي بسیج ته وبولي.