ملي اردو: افغان پوځیانو بېرته د بلخ ولسوالي په خپل کنټرول کې راوسته

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکو ویلي چې افغان پوځیانو بېرته د بلخ ولسوالي په خپل کنټرول کې راوسته.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ باندې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي وو او طالبانو ادعا کړې وه چې دا ولسوالي یې نیولې.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "د بلخ ولسوالي هم بېرته د افغان پوځیانو کنټرول کې راغله. د لومړنیو راپورونو له مخې د افغان کمانډویانو او طالبانو په نښتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي دي."

رضايي نه دي ویلي چې افغان پوځیانو ته څومره مرګژوبله اوښتې؟

هاخوا طالبانو پرون ادعا کړې وه چې په بلخ ولسوالۍ سربېره یې د کشنده، دولت اباد او شولګرې ولسوالۍ هم نیولي دي.

طالب جنګیالیو ان د مزارشریف ښار له دروازو سره هم عکسونه اخیستي و چې بېرته دفاع وزارت وویل، د ښار له دروازو طالبان وتښتېدل.