افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، عثمان کاکړ په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه.
ښاغلي غني دا خبرې د پښتون ملتپال عثمان کاکړ د مړینې په تړاو په یوه اعلامیه کې کړي.
هغه زیاته کړې چې عثمان کاکړ د ظلم پر ضد غږ پورته کړی و او مړینه یې د افغان ولس لپاره لویه ضایعه ده.
عثمان کاکړ د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او د پاکستان پخوانی سناتور و چې د سختو ټپونو له امله څو ورځې د کراچۍ په اغاخان روغتون کې بستر او بلآخره یې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) ساه ورکړه.
د عثمان کاکړ زوی خوشال کاکړ د ازادې اروپا مشال راډیو ته ویلي چې پلار یې وژل شوی: " دا مخکې له مخکې پلان شوې کیسه ده. لکه چې لالا 'عثمان کاکړ په عثمان لالا هم مشهوره و' یوه کس نیولی دی او بل پرې په سر وار کړی دی. نو پر لالا باندې یې وار کړی، حمله یې پرې کړې او لالا یې شهید یې کړ."
د عثمان کاکړ په مړینې باندې په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ګڼو مېشتو افغانانو خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغان ملت لپاره یوه لویه ضایعه یاده کړې.