د تاجیکستان سترې محکمې د دغه هېواد درې پولیس افسران د یوه کس د شکنجې په تور په اوږده حبس محکوم کړل.
د تاجیکستان یوه مدني اییتلاف دا خبره پرون دوشنبه (د غبرګوي ۳۱مه) رسنیو ته کړې ده.
د پولیسو دا افسران شیرعلي عزیزوف، سعدي دولت مرادزاده او ایرج نعیموف نومېږي.
دوی تورن شوي چې د حسن یادګاروف په نوم یو تاجکی وګړی یې د تاجیکستان په لویدیځ کې شکنجه کړی دی.
د پولیسو افسران له لسو تر دیارلسو کلونو په بند محکوم شوي دي.