د هېواد د نامتو سندرغاړي عبدالله مقري د جنازې لمونځ پرون د کابل په عیدګاه جومات کې ادا او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
عبدالله مقری په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له اخته کېدو او له څو ورځو سختې ناروغۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د عبدالله مقري د سندرو او هنري شخصیت په اړه احمد تکل له شاعر او لیکوال عاشقالله فریاد سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې د نوموړي د شهرت او محبوبیت راز په څه کې و؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له شاعر او لیکوال عاشقالله فریاد سره مرکه