جرمني یو روسی څېړونکی د جاسوسۍ په تور ونیوه

ارشیف، جرمني پولیس

د جرمني چارواکي وایي، یو روسی څېړونکی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د چارواکو په خبره دغه روسی تورن دی چې د جرمني له یوه پوهنتون څخه‌یې حساس معلومات د پیسو په بدل کې مسکو ته لېږدولي دي.

د جرمني د څارنوالۍ دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ګومان کوي د ایلنور په نوم دغه تورن کس به د تېر کال د اکټوبر میاشتې له لومړیو د روسیې د جاسوسۍ ادارې لپاره کار پیل کړی وي.

د خبرپاڼې له مخې دغه مشکوک کس درې ورځې مخکې زندان ته لېږدول شوی دی.