چارواکي: د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ طالبانو نیولې

ارشیف، ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات

د ارزګان چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونه د دې ولایت له خاص ارزګان ولسوالۍ راوتلي او ولسوالي طالبانو نیولې ده.

د ارزګان د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه زیات جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو یوازې دومره ویل شوي چې د افغان ځواکونو موجودیت په دې ولسوالۍ کې اغېزمن نه‌و.

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلګو استازي قدرت‌الله رحیمي بیا ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې مېشت ټول سرتېري د مرکزي او ولایتي ادارې د نه‌پاملرنې له امله تېره شپه وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "هلته ټول سرتېري تېر ماښام طالبانو ته تسلیم شوي، د ملي اردو په کمپ کې پاتې پولیس هم طالبانو ته تسلیم شوي. لامل يې دا دی چې هغوی نارې وهلې چې له موږ سره مرسته وکړئ، خو حکومت‌یې غږ وانه‌ورېد."

په روانه میاشت کې د ارزګان ولایت دا درېیمه ولسوالۍ ده چې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېږي. له دې وړاندې ګېزاب او چنارتو ولسوالۍ طالبانو نیولې وې.