د خوست هوایي ډګر ته لومړنی نړیوال پرواز له دوبۍ څخه ترسره شو.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لوی سلاکار احمدالله فیضي ازادي راډیو ته وویل، له دوبۍ څخه د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکې په دې پرواز کې ۹۰ تنه مسافرین خوست ته ولېږدول شول.
د خوست په ګډون د لویې پکتیا په لسګونه زره اوسېدونکي له څو لسیزو راهیسې د خلیج په هېوادونو کې اوسي او کاروبارونه سرته رسوي.
د خوست اوسېدونکي د دغه هوایي ډګر پرانیستلو ته ډېر خوښ دي.
یو یې هم اسماعیل افغان دی چې په دې لومړني پرواز کې له دوبۍ بېرته وطن راغلی.
نوموړي ازادي راډیو ته خپل احساس داسې بیان کړ: "۳۱، ۳۲ کاله مې په اماراتو کې مساپري کړې، خو دا چې په دومره لنډ وخت کې ترخپل کلي رارسېږم، داسې د خوښۍ احساس مې په ټول عمر کې نهدی کړی. الله تعالی دې افغانستان امن کړي."
د خوست د نړیوال هوايي ډګر مشر عبدالصمد تڼیوال وايي، د دې هوايي ډګر د ټولو برخو کار بشپړ شوی او دا مهال سل سلنه ملي او نړیوالو پروازونو ته چمتو دی.
د ده په وینا، د خوست هوايي ډګر به په نږدې راتلونکي کې د افغان ولسمشر لهخوا رسماً پرانیستل شي او له دې ځایه به منظم ملي او نړیوال پروازونه پیل شي.