د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تخار ولایت کې خواجه غار او بنګي ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي او د ولسي پاڅون کوونکو د تېرې شپې د عملیاتو په پایله کې خواجه غار او بنګي ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوې او زموږ امنیتي ځواکونه پهکې ځای پر ځای شول."
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي، خو د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ټویټ کې ادعا کړې چې د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نیولې ده.
حکومت تر اوسه د دې ولسوالۍ د سقوط خبره نهده تأیید کړې.