عبدالله عبدالله د جو بایډن له‌خوا واشنګټن ته د بلنې هرکلی وکړ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا واشنګټن ته د بلنې هرکلی کړی دی.

عبدالله د دې شورا په ټویټرپاڼه کې ویلي چې دی د امریکا او افغانستان د اړیکو او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په اړه رغنیزو غونډو او بحثونو ته سترګې په لاره دی.

افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د بایډن د دغې بلنې په اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

سپېنې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې راروانه جمعه به ولسمشر جو بایډن د خپل افغان سیال اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله کوربه وي.

د سپينې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې له واشنګټن څخه د افغان لوړپوړو چارواکو کتنه به د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره مشارکت څرګندونه وکړي.

په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو یقیني کړي چې دا هېواد هېڅکله بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي چې ترې امریکا وګواښل شي.

سپینې ماڼۍ له افغانستان سره د خپلو ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او هم‌‌یې ټینګار کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف با مفهومه خبرې وکړي.

په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې متحده ایالات به د سولې د روانې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر بایډن افغان ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله داسې مهال سپینې ماڼۍ ته وربولي چې د پرېکړې له مخې یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ګړندی پر مخ ځي.

بایډن ویلي چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې به دغه بهیر بشپړ شي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي چې ښایي دغه بهیر تر ټاکلي وخت مخکې یعنې د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي بشپړ شي.