هندوستان د کرونا ضد واکسین کمپاین بیا پیل کړ

هند کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر

هندوستان په دغه هېواد کې چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې مقابله کوي نن دوشنبه د کرونا ضد واکسین کمپاین بیا پیل کړ.

که څه هم د واکسین شمېر خورا کم دی، بیا هم هر بالغ کس کولای شي په وړیا ډول دغه واکسین ترلاسه کړي.

که څه هم دغه هېواد نړۍ ته د کرونا ضد واکسین له لویو صادروونکو و، خو په کور دننه د ستونزو له کبله نورې نړۍ ته د کرونا ضد واکسین صادرات ودرول شول.

په هندوستان کې چې ۱،۴ میلیارده وګړي لري، تر اوسه یوازې درې نیم فیصده خلک په بشپړ ډول واکسین شوي دي.