جرمني د بلاروس په وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د بلاروس په وړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه د اروپايي ټولنې د هغې غونډې په درشل کې شوې چې په پام کې ده د دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا د رژیم په وړاندې پر مجازاتوونکو اقداماتو په‌کې بحث وشي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې سره غونډه کوي چې د بلاروس په وړاندې د بندیزونو پر لارو چارو بحث وکړي.

ښاغلي ماس له دي ویلټ ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې نن دوشنبه خپره شوه ویلي: "فکر کوم چې د بلاروس په وړاندې له اضافي بندیزونو ډډه نه‌شي کېدای."

د بلاروس پر خلاف دغه اقدامات د مېنسک له‌خوا د راین ایر هوایي شرکت د یوې الوتکې د جبري کېنولو او د اپوزېسیون د یوه فعال رامان پراتاسیویچ د نیولو په عکس‌العمل کې کېږي.