په کابل کې د جګړې او تاوتريخوالي له کبله د ماشومانو د زيانمنېدو یو ملي بحث ترسره شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت چې د دغه بحث کوربه و وايي هدف دا دی چې په ماشومانو باندې د جګړې او تاوتريخوالي د تأثیراتو په اړه د نړیوالو پام جلب او په حل لارو تمرکز وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري دې ملي بحث ته په وینا کې وویل چې "طالبان باید په ډاګه کړي چې دوی د ماشومانو ژوند، حقونو او راتلونکي ساتنې ته ژمن دي او د جګړې او تاوتريخوالي له ناوړه پايلو څخه د ماشومانو ساتنې لپاره د اسلامي او ملي اخلاقو پيروي کوي".
په افغانستان کې روانې جګړې د ښکېلو خواو سربېره له افغان ملکیانو هم درنه قرباني اخلي.
د یوناما د یوه راپور په اساس د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې نږدې ۴۵۰ افغان ماشومانو ته مرګژوبله رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۳ فیصده زیاتوالی ښيي.