ویانا د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم دور خبرو کوربه و

ارشیف، ویانا کې د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې

د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپايي ټولنې استازو د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د شپږم ځل لپاره مستقیمې خبرې وکړې.

د امریکا استازی د ایران د مخالفت په خاطر مستقیماً په خبرو کې حضور نه‌لري، خو په غیر مستقیم ډول‌یې استازیتوب کېږي.

مرکچیانو ویلي چې په یو لړ مسایلو توافق شوی او اوس د دوی د هېوادونو په مشرانو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي.

دې خبرو کې د اروپايي ټولنې استازې انریکا مورا ویلي په یو لړ تخنیکي مسئلو موافقه شوې او اوس چې کله مرکچیان بېرته راستنیږي په دې پوه دي چې څنګه هوکړه بشپړه کړي.

د ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کولو په سر دا خبرې په ایران کې د ولسمشر په توګه د سخت‌دریځه ابراهیم رئیسي د ټاکل کېدو سره هم‌مهاله شوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل بیا ویلي د رئیسي ټاکنه به په دې خبرو باندې کومه اغېز ونه‌کړي.

هغه یکشنبه ویلي د رئیسي ټاکنه د هوکړې مخه نه‌نیسي، خو فُرصت په ختمېدو دی.