د یوناما مرستیاله ولسمشر غني سره د کډوالۍ پر ستونزو وغږیده

افغان کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یو یوناما مرستیالې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالۍ پر ستونزه خبرې وکړې.

یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: د یوناما مرستیالې میتي کنودسین (Mette Knudsen) د روانو شخړو پر موضوع هم بحث وکړ چې ګڼ کسان یې له یوې سیمې بلې ته کډې کولو ته مجبوره کړي دي.

یوناما په افغانستان کې د روانو شخړو د ختمېدو او د مذاکرو له لارې د پخلاینې غوښتنه کړې ده.

نن د کډوالو نړیواله ورځ ده او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.